IQNA

په قرآن کریم کې تعاون/8

له ماډرن ګوندي پالنې او جاهلې قومیت پالنې سره  (قرآنی )تعاون او لاس نیوی، (ضدیت)ډغره

13:36 - November 06, 2025
د خبر لمبر: 3491971
ایکنا – تعاون او لاسنیوی یو داسې کلی اسلامی اصل دی چې مسلمانان  په نیکو او ښو کارونو کې ملګرتیا ته پابند وي  او   له ظلم ، ستم او باطلو موخو کې له ملګرتیا منع کوي ،که څه هم  له نزدې دوست  او  ورور انسان سره وي.

دغه قانون د ماډرن ګوند پالنې  او  د جاهلیت قبیله بالنې  په ضد یو قانون دی چې ؛ له خپل متحده ملاتړ وکړه هغه که ظالم وي او که مظلوم:::  دغه اصل په اوسنیو نړیوالو مناسباتو کې هم  حکومت کوي  او غالبا  په مهمو نړیوالو مسئلو کې  همتړونه  او متحد هیوادونه  د یوه بل ملاتړ ته مخه کوي، له دې پرته چې  ظالم او مظلوم پخپلو کې سره  جلا کړي.

که په اسلامی اجتماعاتو کې دتعاون او لاسنیوي  اصل ژوندی شي ،  او خلک  د مناسباتو په نظر کې له نیولو پرته  په رغنده کارونو کې سره ملګرتیا وکړي ، او له ستمګرو او جنایتکارو  ډډه وکړي، نو د ډیرې ټولنیز ګډوډي  رغیږي . یا  په نړیواله سویه  ددنیا حکومتونه له تیریګرو سره  ملګرتیا ونه کړي، نو  له نړۍ به د ظلم او تیریو ټغر ټول شي.

له پیغمبر اکرم (ص) څخه نقل شوي دی چې فرمائي ؛کله د قیامت ورځ شی، نو ډنډورچي  غږ پورته کوي،  چرته دي ستمګران او دهغوي ملګری.؟، ټول هغه کسان چې  د دوي لپاره ئې جوهر برابر کړی  یا ئې د هغوی لپاره وسیله برابره کړې یا  دهغوی لپاره ئې سوارلي  برابره کړې او  یا ئې  په  جوهر کې د هغوی لپاره قلم ډوب کړی وي، دوي  هم له ستمګرانو سره محشور کړئ:::::

قرآن کریم د یوه امتحان په چوکاټ کې فرمائي؛  قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ» (توبه: 24).  دغه آیت  د یوه کلي اصل په  توګه  کیدلی شي ، چې د وګړو مینه ، د اصل او نسب لیوالتیا، شیان او اموال تر مجاز حدودو پورې  وي ،البته که دغه محبت ،مینه او لیوالتیا ، د خداي ، پیغمبر  له مینې محبت سره او د خداي په لاره کې  له جهاد سره ، په ټکر کې  او له دیني  احکامو او معارفو څخه  له لازیاتې دنیائي مینې  سره یوځاي وي ، نو  هغه مهال دې په تمه ووسي څو الهي عذاب راورسیږي ؛ ځکه چې  دغه محبت او لیوالتیا به د فسق او فجر سبب شي او فاسق سړی  مقصد ته نه رسیږي ،لکه څنګه چې  په دغه آیت کې فرمائي ؛ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».

 https://iqna.ir/en/news/3495102

captcha